اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان تېره شپه د کراچۍ ایئرپورټ ته ن??دې د ناوړه ترهګر بريد سخته غندنه كوي د كوم په ن??يجه كښې چې دوه چينائي انجينئرز مړه او يو ژوبل شوے۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې مونږ د چين او پاكستان ځپليو كورنيو سره غمرازي او ژوره خواخوږي ښكاره كوؤ او د ژوبل شويو زر روغتيا له لاس په دعا يؤ۔ د بيان له مخې د ترهګرۍ دا ناوړه كارروائي ??ه يوازې په پاكستان بلكې د پاك چين په تلپاتې ملګرتيا بريد دے ٬ مونږ د مجيد برېګېډ په شمول د دې ناوړه بريد ټولو ذمه وارو انصاف سره د مخ كولو عزم لرؤ۔ وياندې په خپل بيان كښې زيات?? كړه چې د پاكستان امنيتي او قانون نافذ كوؤنكې ادارې به د مجرمانو او د دوئي د سهولت كارو په نيولو كښې كوم كمې نه كوي او په دې وحشيانه فعل كښې ككړ به سزا څخه ب?? نه شي۔ خارجه وزارت کوآرډینېشن لپاره چينائي سفارت سره ن??دې رابطه كښې دے۔ د بيان له مخې پاكستان او چين نزدې همكاران او مضبوط رونړا هېوادونه دي كوم چې د شريك احترام او مقدر په رشته يو بل سره تړلي دي۔ وياندې ووئيل پاكستان د چينائي ??ګړو ٬ منصوبو او په پاكستان كښې د ادارو حفاظت او سلامتيا له د خپل كوټلي عزم پخلے كوي او ترهګر قوتونو ته ماتې وركولو له به خپلو چينائي ??رونړو سره په ګډه كار كول روان ساتي۔
Nguồn bài viết : EVO Trực Tuyến